په وینسیټي بانک کې د ټولو لپاره بانکوالي
موږ ډیر خوښحال یو چې تاسو د یو غړی په توګه لرو. راځئ چې ځينې کليدي ځانګړتياوي او د امنيت سپارښتنې وګورو چې ستاسو د چيکنګ حساب، MEMBER CARD® ډيبټ کارت، او هر ډول نور حسابونه چې تاسو به يې په راتلونکي کې پرانيزئ سره تړلي دي۔
که چېرې تاسو پوښتنې لرئ يا لا نور ملاتړ ته اړتيا لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته په 7000-877-604 يا 2489-826-888-1 وړيا شمېرې ته اړيكه ونيسي يا د Vancity تر ټولو نږدی څانګه کې ليدنه وکړئ.
د Vancity په اړه.
موږ د ارزښتونو پر بنسټ د کریډیټ اتحادیه یو چې د ټولنیز عدالت او شمولیت په اصولو باندې جوړه شوي، او زموږ له 500,000 څخه زیات غړو سره یوځای، موږ په دوامداره توګه د نوي راغلو، کډوالو، او بې ځایه شویو خلکو د بانکي اړتیاوو د مالتړ لپاره مناسب خدمتونه رامینځته کوو.
زموږ د اوږدې مودې اړیکو له سیمه ایزو میشته کولو ادارو سره په تیرو 20 کلونو کې، موږ کاناډا ته د نوي راغلو خلکو د مالي هوساینې ملاتړ لپاره فرصتونه پیژنو او رامینځته کړي .
په 2015 کې، موږ د سوریې د کډوالو کړکیچ ته په ځواب کې او زموږ ټولنو ته د ډیرو خلکو په ښه راغلاست کې د کاناډا حکومت سره د مرستې لپاره د Vancity Humanitarian Fund پیل کړه. په دې وروستیو کې 50,000 ډالره د اوکراین د مرستو لپاره ورکړل شوي دي.
زموږ د کريډټ اتحاديې د غړي په توګه، تاسو د Vancity يو څښتن ياست.
غړي د ګټو څه برخه ترلاسه کوي، ارتجاعيت لرونکو حسابونو او توليداتو ته لاسرسی لري، د وړيا مالي پلان کولو او سلا څخه استفاده کوي، او دغه رنګه نور۔
د چک حسابونه.
ستاسو د چيکنګ حساب ځانګړتياوي۔
زموږ سره د حساب پرانستلو له لارې، تاسو لاندې ته لاسرسی لرئ:
- انوايرو TM Visa* کريډيت کارت ($1000 د کريډيټ حد)*
- يو MEMBER CARD ډيبټ کارت ( چې د ATM کارت هم بلل کېږي)
- په مياشت کې 40 وړيا Everyday Transactions¹
- په ATMs کې هیڅ اضافي لګښت یا د شبکې فیس نشته چې THE EXCHANGE® یا ACCULINK® لوګو په کاناډا او بهر کې ښکاره کوي، ATMS د ACCEL® او Cirrus®2 لوګو ښکاره کوي د فیس سره هم د کارولو وړ دي
- وړيا Interac e-Transfer® راکړه ورکړه
- د 50 وړيا Vancity ځانګړي چيکونو فرمایشونه
- وړيا رسمي چيکونه (د بانکي مسودو یا پیسو امرونو په نوم هم پیژندل کیږي)
- د متحده ایالاتو د ډالرو وړیا مسودې
- د خوندي زیرمو بکس لګښتونو کي $5 بچت
خپل د چيکنګ حساب کارول
تاسو خپل چيکنګ حساب کارولی شئ تر څو:
پېسې ولېږئ او ترلاسه يې کړئ
- چيکونه او نغدې پېسې زېرمه کړئ
- چيکونه وليکئ
- خودکاره ويوونكى ماشينونه (ATMs) وکاروی
- د مستقيم زیرمو له لارې پېسې ترلاسه کړئ
- په آتومات ډول بیلونه تادیه کړئ
- د خپل MEMBER CARD ډيبټ کارت په کارولو سره پېرود وکړئ
نورو خدمتونو ته لاسری ولرئ
- پور او ګروي
- د خوندي زېرمه کولو بکسونه (خوندي بکسونه چېرته چې تاسو ارزښتناکه توکي د خونديتوب لپاره ايښودلی شئ)
- د enviro (اينوايرو) Visa کريډيټ کارت خدمتونه
- برېښنايي انتقالات
د MEMBER CARD ډيبټ کارت کارول۔
د يو غړي په حيث، تاسو به يو MEMBER CARD ډيبټ کارت ترلاسه کړئ — چې ATM کارت هم بلل کېږي۔ دلته ځيني کارونه دي چې بايد په پام کې ونيول شي ترڅو تاسو سره د درغلی په مخنیوي کې او ستاسو کارت اداره کولو کې مرسته وکړي.
په کاناډا کې د کريډيټ کارت کارول.
که چېرې تاسو د يوې مختلفې مالي ادارې څخه Vancity enviro Visa کريډټ کارت يا يو بل انتخاب غوره کړئ، لاندې ښوونې به مرستندويه وي۔
- په خپل حد کې مصرف کوئ
۔ تل د پيړنې حالاتو لپاره د خپلو پېسو یو برخه وساتئ - د سود تاديه کولو د مخنيوي لپاره د مقرري نېټي پورې چې ستاسو د کريډيټ کارت په بيان کې ذکر شوې د خپل بشپړه بېلانس د تاديه کولو هڅه
وکړئ. څومره زيات چې تاسو د خپل بشپړه بېلانس د تاديه کولو لپاره انتظار کوئ، هومره زيات سود به تاديه کوئ - د خپل لږ تر لږه مياشتني تاديو له لاسه ورکولو څخه ډډه کوئ
۔ د خپلې تاديې د يوې يا دوه ورستيو نېټو له لاسه ورکول، حتی که تاسو د مياشت تر آخيره بشپړه بيلانس هم تاديه کړئ، ستاسو د کريډيټ په درجه بندۍ باندې به منفي اغيزه ولري۔ - له حداقل څخه زياته تاديه کوئ
۔ دا به د بېلانس په ډېر چټک تاديه کولو کې ستاسو مرسته وکړي او له ډېر سود تاديه کولو مخنيوی به وکړي۔ - خپل MEMBER CARD ډيبټ کارت ته لومړېتوب ورکوئ کله چې له ATM څخه پېسې راوباسئ
که چېرې د دغه پر ځای تاسو د کريډيټ کارت په ATM کې د کارولو انتخاب وکړئ، تاسو به دمخه نغدو پېسو اخيستلو له نېټي څخه تر پېسو بېرته تاديه کولو پورې سود تاديه کوئ۔
زموږ د کوچني مالي پورونو ته لاسرسی.
کله چې تاسو کار پیل کولو ته چمتو یاست یا که تاسو غواړئ یو سوداګرۍ پیل کړئ، زموږ د کوچنیو پورونو ټیم، د کوچني سوداګرۍ سلاکاران ستاسو د ملاتړ لپاره دلته دي.
دا پور پروګرامونه ستاسو مهارتونه، زده کړه، تجربه او هغه شبکه او ټولنه ګوري چې تاسو یې د پریکړې کولو لپاره محاصره کوي. د نورو زده کړو لپاره ته مراجعه وکړئ یا خپلې پوښتنې موږ ته په microfinance@vancity.com
د درغلۍ مخنيوی کول۔
درغلي (يا سکامز) هغه وخت پېښيږي کله چې يو کس ستاسو شخصي معلومات ترلاسه کولو هڅه کوي ترڅو ستاسو په نامه پېسې وګټي۔ دا مهمه ده چې د درغلیو د ډیری عام ډولونو څخه خبر اوسئ او تاسو د ځان ساتلو لپاره څه کولی شئ.
د درغلۍ پېښېدو تر ټولو عام ډولونه د ټلیفون، متن پېغامونو، يا برېښناليک له لارې مخې ته راځي۔ د ځان خوندي ساتلو لپاره:
په ياد وساتئ:
- د Vancity لخوا برېښناليکونه يا زنګونه به هيڅکله ستاسو د شخصې معلوماتو غوښتنه ونکړي، ځکه چې موږ دمخې دغه لرو۔
- هیڅکله خپل ملټي فکټور تصدیق یو ځل پټنوم له هیچا سره مه شریکوئ. د Vancity کار کوونکي هيڅکله د دغه غوښتنه نه کوي.
- د خپل ټولو شخصي اسنادو، په شمول د بانک او کريډيټ کارت د بيان خوندي کړئ.
- د مانع وېروس او مالوير محافظت استعمال وکړئ.
- د بانک يا کريډيټ کارت د بيانونو له لاسه ورکولو خبر ژرترژره ورکړئ.
- خپل شخصي د پېژندنې شمېرې او شخصي کوډونه خوندي وساتئ.
محتاط اوسئ له:
- تليفوني زنګونه، متن پېغامونه، يا برېښناليکونه چې د غېر قانوني پانګونې فرصتونه، د پانګونې مشورې، د تاديې غوښتنه، يا د بېړنې عمومي غوښتنې پکې شامل وي، لخوا راځي.
- تلیفون زنګونه یا د متن پیغامونه چې ادعا کوي چې د کاناډا د عوایدو ادارې یا خدماتو کارکونکی دی، د شخصي معلوماتو غوښتنه کوي یا د پیسو د سمدستي تادیې غوښتنه کوي.
- برېښناليکونه يا متن پېغامونه چې شکمن متن، لنکونه، يا پوپ اپس لري.
- تليفوني زنګونه، متن پېغامونه، يا برېښناليکونه چې د خپل حقيقي ماهيت په يو قانوني اداره د بدلولو هڅه کوي۔ زياتره به دا کار د ادارې د نوم په غلط تورو سره ليکلو هڅه کوي يا به د يو قانوني نښې د کاپي کولو هڅه کوي.
د درغلۍ او سکامز سره اړوند اضافي ملاتړ لپاره د کاناډا د درغلۍ مخنيوي مرکز Canadian Anti-Fraud Centre سره په 1-888-495-8501 اړيکه ونيسئ.
ډېرې پوښتل شوي پوښتنې.
ایا دا ګټوره وه؟
Thank you for your feedback. Tell us more.
په حضوري ډول په يوه څانګه کې
مونږ په بریتېش کولمبیا کې خپلو ۵۵ څانګو کې ستاسو په چوپړ کې یو، لاندې نقشه وپلټئ، یا زموږ د ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ، ترڅو خپله تر ټولو نږدی څانګه ومومئ.
د کارپوه سره خبرې وکړئ
تليفون له لارې په 604-877—7000 يا وړيا شمېره په 1-888-826-2489
انلاین
غړي کولی شي د ډیجیټل بانکدارۍ له لارې غیر راجستر شوي مودې زیرمې پرانیزي.
نور زده کړئ
د غړي جوړېدو لپاره ستاسو څخه مننه.
Vancity يوه مالي اداره ده چې د خلکو په لومړيتوبونو تمرکز کوي. له 75 څخه زيات کالونو راهیسې، موږ د مالي تولیداتو او متخصص سلا وړاندیز کړې دي چې د اوسني او راتلونکي په ننګونو کې مرسته کوي. د کاناډا تر ټولو لوی کريډيټ يونين په توګه، موږ د خپلو ارزښتونو سره رهبري کوو ترڅو د حقيقي ژوند په اړتياوو کې مرسته وکړو، ستاسو په شمول. Vancity ته ښه راغلاست؛ موږ دلته ستاسو لپاره یو.
د Visa نړيواله نښه، تجارتي نښه، چې د جواز تر لاندې کارول کېږي
enviro د Vancity سوداګریز نښه ده
MEMBER CARD ډیزاین د تصدیق ثبت شوي نښې دي چې د کاناډا د کریډیټ اتحادیې ملکیت دی ټولنې؛ Interac ، Interac لوګو او Interac® Flash د - Interac Inc سوداګریزې نښې دي؛®THE تبادله او ډیزاین- او ®ACCEL او ډیزاین راجستر شوي سوداګریزې نښې دي چې په کاناډا کې د کارولو لپاره جواز لري by FICANEX Services Limited Partnership; ®ACCULINK & Design یو راجستر شوی سوداګریز نښه ده چې ملکیت یې Canadian Credit UnionAssociation; ®Cirrus یو راجستر شوی (د Mastercard International Inc ملکیت سوداګریز نښه ده)، د اجازې سره کارول کیږي .
Allpoint يو راجسټر شوې تجارتي نښه ده چې Cardtronics plc او د دې فرعي ادارو ملکيت دي
Everyday transactions دا ټول دي:
- Everyday Cheque and Preauthorized Payment Transactions د Vancity حسابونو څخه د چک راکړې ورکړې او دمخه مجاز تادیات (PADs) دي۔
- رځنۍ آنلاین او موبايل راکړې ورکړې د Vancity Mobile Deposit™ په کارولو سره د بل تاديې، چیک جمع کول، د کمپیوټر، د Vancity حساب څخه د يوه کمپيوټر، ګرځنده تلیفون، ګرځنده وسيلې يا وينسټي اتوماتیک تلیفون بانکداري خدمات په کارولو له لارې لېږدونې دي۔
- Everyday In-Person Transactions د حساب ایستل، د بل تادیات، د وینسټی اکاونټونو څخه یا له شخص څخه بل شخص ته د تلیفون له لارې زموږ د څانګې کارمندانو یا د خدماتو مرکز کارمندانو سره لیږدول دي.
- د ډیبټ کارت ورځنۍ راکړې ورکړې (Everyday Debit Card Transactions) د ډیبټ کارت پیرودونه یا د ATM نغدي ایستني یا د حسابونو څخه د ATM ته لیږدوني دي۔
Everyday Transaction فیس د میاشت په پای کې د Vancity د چک کولو او سپما کولو محصولاتو لپاره محاسبه کیږي او چارج کیږي، د جمپسټارټ لوړ سود (Jumpstart High Interest) په استثنا چیرې چې فیسونه سمدلاسه اخیستل کیږي کله چې راکړه ورکړه ترسره کیږي۔ د اوورډراف (Overdraft) سود، د کريډيټ د کریډیټلاين لاین یا د کريډيټ د شخصي لاین لخوا نه پوښل کیږي، سمدلاسه راټولیږي او د میاشتې په پای کې حسبیږي او تادیه کیږي۔
اضافی Vancity او درېمې ډلې فیسونه به په هغو خدماتو تطبيقيږي چې د Everyday Transactions په توګه نه وي طبقه بندي شوي او په ځینو شرایطو کې د دې لپاره فیسونه شامل وې : a) د ATM شبکې فیسونه که تاسو کوم کاناډایی ATM کاروئ چې د EXCHANGE® ATM یا ACCULINK® ATM نه وي. b) د ATM شبکې فیس که تاسو د متحده ایالاتو/نړیوال ATM کاروئ. c) Interac ® e-Transfers چې د فیس تابع دي. d) د اضافي خدماتو لپاره فیس چې تاسو یې د Vancity څخه انتخابوئ ۔
ستاسو څخه ښايي د دریمې ډلې فیسونه هم واخیستل شي، په شمول: e) د ATM یا POS آپریټر او د ATM یا POS راکړې ورکړې سره تړلي ټولو شبکو لخوا اضافي لګښت (د اسانتیا فیس، او/یا د بهرنیو اسعارو د تبادلې فیس). f) سوداګريز فیس کله چې تاسو د پیرود د تادیه کولو لپاره خپل ډیبټ کارت کاروئ. g) ستاسو د ګرځنده تلیفون خدمت چمتو کوونکي لخوا اخیستل شوي فیسونه؛ مهرباني وکړئ د خپل خدمت چمتو کوونکي څخه د جزئياتو غوښتنه وکړئ۔
د فيس مهالوېش وګورئ۔ په فيس کې بدلون راتللی شي۔
د Interac Inc. تجارتي نښه (® Trademark) د جواز لاندې کارول کېږي۔

